د شارجې کرېکټ لوبغالي نړۍوال ریکارډ ګټلی

نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د متحده عربي اماراتو د شارجې کرېکټ نړۍوال لوبغالي د کرېکټ د ډېرو نړۍوالو سیالیو د کوربتوب نړۍوال ریکارډ ګټلی دی.

د نړۍوالو رسنيو د راپورونو پر اساس، د متحده عربي اماراتو د ورزشي برخې يو شمېر چارواکو دغه ورځ د کېک په پرې کولو سره لمانځلې ده.

د معلوماتو له مخې، د شارجې کرېکټ دغه لوبغالی د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې په متحده عربي اماراتو کې جوړ شوی او اوس مهال د ۲۷ زره نندارچیانو ظرفیت لري.

په دغه لوبغالي کې لومړنۍ نړۍوالې لوبې د ۱۹۸۴ کال د اپرېل په میاشت کې د اسیا جام سیالۍ وې چې ترسره شوې دي.

Back to top button