د ښاپیرۍ نکل
د ښاپیرۍ نکل
ليکوال: مومند محمدي اڅړ
د تور دیو له تیاره غاره پنځلس اوربلکې په وېره رپاندې راووتلې، د غره د سر په لوري کږې شوې، د غره په لمن کې د شنې ورشو له مینځه د کوچني غار په خوله کې ناستې برګې سویې یې بل بل رڼا لیدله…
د جګو غرونو په مینځ کې د انسانانو یوه پاچاهي وه؛ څپاند سیندونه، ګڼ ځنګلونه، پراخې ورشوګانې، شنه پټي، له میوو ډک باغونه، وچ ډاګونه، د شګو دښتې او د کاڼو ډکې صحراوې…
هلته د انسانانو یو قوم اوسیدلو چې څو خاصیتونه یې درلودل؛ په نس وږي وو، په غیرت ماړه وو، د پوهې تږي وو، په لاره به چې تلل د پښو مخه به یې کتله، لېرې ښایسته او بدرنګې منظرې یې نه کتلې…
هر څوک به چې د دوی پاچا شو نیمایي به یې دښمنان وو او نیمایي نورو به بې حده مینه ورسره درلودله، هغوی چې دښمنان یې وو د پاچا د وژلو کوښښ به یې کاوه او تل به ورپسې خوله په کنځلو او ښېراوو وو، هغوی چې له پاچا سره یې مینه وه تل به پاچا ته لاس په دعا وو، پاچا به ظالم شو، پر دوی به یې ظلم کاوه خو دوی به بیا هم بې حده مینه ورسره کوله، تر دې چې پاچا به د دوی له خولې یوه مړۍ هم اخیستله خو دوی به بیا هم په موسکا ویل: خدایه پاچا ته اوږد عمر ورکړې،
د پاچا ښار به تورو لوګیو نیولی و او د خاورو کورونه به یې نیمایي نړیدلي وو خو دوی به د پاچا ماڼۍ کتله چې څومره ښکلې او ښایسته ده،
د پاچا پر کلیو به له اسمانه شیطاني لښکرو اورونه ورول، خو دوی به ویل: زموږ د پاچا سر دې سلامت وي…
هغوی چې د پاچا دښمنان وو پر ولس به ظالمان شول؛ د بزګرانو په وینو به غنم خړوب شول، د پسونو پر ځای به د شپنو سرونه پرې کیدل، د کتابونو پاڼې به د باد له لاسونو په یوه بل لوري تښتیدلې…
د دې نازولي بادشاهت انسانانو هیڅ کراري په قسمت کې نه وه، خو قسمت ویل چې زه نه یم ملامت…
بوډۍ ښاپېرۍ چې کیسه خلاصه کړه غلې شوه، ځړیدلي وزرې یې ورپیدلې او بیا یې شین سترګي لمسي ته وویل: ته هیڅکله هم د هغو انسانانو په څیر نشې او کله هم بې ځایه له پاچا سره مینه مه کوه او مه یې هم بې ځایه دښمني کوه…
د اباسین په تل کې د ښاپیریو په ښاریه کې د بوډۍ ښاپیرۍ پر زنګانه د هغې شین سترګی لمسی خوب وړی و، بوډۍ ښاپیرۍ ویل: کاشکې زما وروستۍ خبره یې اوریدلې وي…
اسماني شپنې پېغلې د پنځمې شپې د سپوږمۍ پر ښاخ پښې اړولې وې او د هغې کږې تنې ته یې تکیه کړې وه، د ستورو اووه وري یې شاوخوا په اسماني وښو کې څریدل.