د افغانستان په اړه د شهباز شریف څرګندونې
شهباز شریف وايي، د افغانستان بشري ناورین د سیمې په ټولو هېوادونو اغېزه کوي.
د پاکستاني سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان نوي وزیرعظم شهباز شریف د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په ناسته کې د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي، او ویلي یې دي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین د سیمې په ټولو هېوادونو اغېزه کوي.
شریف زیاته کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او ټول اسلامي هېوادونه مسؤل دي چې د دې ناورین په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
هغه دغه راز زياته کړې، چې د افغانستان ناورین ناوړه پایلې به د دې هېواد ګاونډي حس کړي، له همدې امله ټولو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د وضعیت د سمېدو او اقتصادي همکاریو لپاره ژمن پاتې شي.