شهباز شریف: له افغانستانه د ترهګرو ډلو په اړه اندیښنه لرو

شهباز شریف وايي، چې هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره په ګډه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په اړه اندېښنه لري.

د پاکستان ايتلافي حکومت لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې ویلي، چې هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره په ګډه افغانستان د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په اړه اندېښنه لري.

هغه همداراز ويلي، چې افغانستان اوس له سختو ستونزو سره مخ دی او په وينا يې، ۳۰ میلیونه خلک يې په اقتصادي بحران کې دي او بانکي سیسټم يې هم له کاره لوېدلی دی.

شريف وايي، پاکستان یو داسې افغانستان غواړي، چې هلته سوله او ثبات وي او ټولو ته له جنډر، قوم او مذهب پرته حقونه ورکړل شي.

نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې په افغانستان کې د ښځو حقونو او نجونو ته د زده کړو پلوي کوي، خو په دې بهانه دې افغانستان باید منزوي نه شي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر له نړۍوالې ټولنې غوښتي دي، چې افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۴،۲ میلیارده ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

شهباز شریف همداراز ويلي، چې امريکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او افغانستان ته وسپاري.

Back to top button