شهباز شریف: سوله ییز او باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې د سولې اوسوکالۍ په ګټه دی.

شریف زیاته کړې چې طالبانو سره رغنده تعامل اړین دی او هغه څه چې نن ورځ ورته اړتیا ده هغه د نړۍوالې ټولنې د لومړیتوبونو د یوې سلسلې پر بنسټله ترهګرۍ او د نشه یې توکو سره مبارزه او د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل دی.

د شریف په وينا، افغانستان اوسمهال په امنيتي، اقتصادي او بشري برخو کې له ګڼو او پېچلو ننګونو سره مخ دى او ترهګري لا هم د دغه هېواد خلک ګواښي.

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره په مرستو کې د ایران او پاکستان په رول باندې په ټینګار سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغههیواد د خلکو لپاره د دوامدارې اقتصادي لارې په پراختیا کې خپل رول ولوبوي.

ظاهر څراغ

Back to top button