اووه صنعتي هېوادونه: طالبان دې د نجونو زده‌کړو په اړه وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي

پنجره ورځپاڼه: جي ۷ يا اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په يوې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده‌کړو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي او هغوی ته دې اجازه ورکړي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو ټولنې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د نجونو د لوړو زده کړو ځنډولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه ښايي بشر ضد جنايت وګڼل شي.

د بریتانیا، کاناډا، ايټاليې ،فرانسې جرمني، جاپان او متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزیرانو تېره ورځ له پرلیکه خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي د افغانستان اوسنيو حاکمانو سیاستونه چې له عامه ژوندانه د ښځو د محوه کولو لپاره طرحه شوي، له دوی  سره به د دې هېوادونو د اړیکو پر څرنګوالي خورا اغېز وکړي.

د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د زده کړو بندیز په غبرګونونو په دوام کې نه یوازې د امريکا او اروپايي ټولنې توند غبرګونونه راپاريدلي، بلکې د اسلامي نړۍ ګڼو هېوادونو هم خواشيني څرګنده کړې ده.

Back to top button