لوګر کې ښوونکو ته سمینار جوړ شو

د لوګر د ازرې ولسوالۍ ۵۰ ښوونکو ته د لابراتوار زده کړو سمينار پيل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د ۲۶ ښوونځيو ۵۰ ښوونکو ته د لابراتوار د عملي زده کړو ۶ ورځنى روزنيز سمينار پيل شو.

هغه زیاتوي، د ياد روزنيز سمینار په پرانيست غونډه کې،چې د ازرې په مرکزي لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رياست پر استازو سربېره د پوهنې آمر مولوي محمد ولي منصور برخه اخيستې وه، او دا روزنيز سمينار د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې، د ساينس، ښوونيزې ټيکنالوژۍ او لابراتوارونو  مرکز له لوري جوړ شوى چې موخه يې د ښوونکو د وړتياوو لوړول او مسلکي کول دي.

په وینا یې په دغه روزنيز سمينار کې ښوونکي د ساينسي او رياضي مضمونونو د لابراتوار او تدريس په برخو کې روزل کېږي، څو زده کوونکو ته دغه مضمونونه د لابراتوار پر مټ په عملي بڼه تدريس شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې د تېر ژمي پر مهال هم د يو شمېر ښوونځيو  ۱۶۵ نور ښوونکي په ياده برخه کې روزل شوي او ۱۰۰ نور به هم وروزل شي.

Back to top button