سعودي عرب په ایران کې له ۷ کلونو وروسته یو ځل بیا خپل سفارت پرانیزي

پنجره ورځپاڼه: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی یو دپلوماتیک پلاوی تهران ته رسېدلی، څو له اووه کالو وروسته یو ځل بیا د خپل دپلوماټیک ماموریت په پرانستلو بحث او خبرې وکړي.

د سعودي عربستان دپلوماتان وروسته له هغې تهران ته ځي چې په روانه اونۍ کې په چین کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بې سارې کتنه وکړه او دوی تیره میاشت د دپلوماتیکو اړیکو په بیا رغولو موافقه وکړه.

د سعودي رسمي خبري اژانس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې د شنبې د ورځې دغه سفر د چین په منځګړیتوب د مارچ په لسمه د دواړو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د درې اړخیزې موافقې د پلي کولو یوه برخه ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې خړې پړې شوې اړیکې بېرته ورغوي. د منځني ختیځ دغو دوو اوږدمهاله سیالانو اوس ژمنه کړې چې په ګډه کار وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button