سعودي عربستان د حج مراسمو ويزې پيل کړې

د سعودي عربستان سفارت افغانانو ته د حج مراسمو کې د ګډون په موخه د ويزو د ويش لړۍ پيل کړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هغو افغانانو ته  د ویزو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده، چې د حج فریضې ادا کولو لپاره يې نوم لیکنه کړې وه.

دغه وزارت وايي هڅه کوي، چې په ټاکلي وخت سره د حج مراسمو ته د روان کال د حاجیانو انتقال او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د يادونې ده، د طالب سرپرست حکومت د واکمنۍ تر چتر لاندې دا لومړی ځل دی، چې دغه حکومت افغانانو ته د حج د مراسمو خدمات وړاندې کوي‌؛ خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې د اسانتياوو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

Back to top button