سعودي عربستان خپل لومړنی روبوټ نندارې ته وړاندې کړ

پنجره ورځپاڼه: سعودي عربستان د ساره په نوم خپل لومړنی انسان لرونکی روبوټ معرفي کړ چې د مصنوعي هوښ پر اساس جوړ شوی او په عربي ژبه خبرې کولای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ سعودي عربستان په ریاض کې د LEAP 2023 په نوم د ټیکنالوژۍ په کنفرانس کې د “سارا” په نوم خپل لومړنی انسان لرونکی روبوټ معرفي کړ.

 دا روبوټ چې “سارا” نومیږي لومړنی انساني روبوټ دی چې د سعودي عربستان لخوا جوړ شوی.

 دا روبوټ چې د “LEAP 2023” ټیکنالوژۍ غونډې کې د انسانانو سره د اړیکو لپاره نندارې ته وړاندې شوی و، کولای شي د مصنوعي هوښ په مرسته د هغه په ​​​​مخ کې د خلکو شتون وپیژني او د انسان پیژندلو او د “سلام سارا” کمانډ اوریدلو وروسته کولای شي خلکو سره خبرې اترې وکړي.

 دا روبوټ چې د نڅا او سندرې ویلو وړتیا لري، د خبرو پر مهال د مخ او لاسونو ښورولو وړتیا هم لري.

ظاهر څراغ 

Back to top button