سعودي عربستان او ایران يو ځل بيا دوه اړخیزې اړیکې پیل کړې

پنجره ورځپاڼه: د سعودي عربستان او ایران حکومتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو بیا پیلولو هوکړه ليک لاسليک شوی.

د ايسنا د خبر له مخې، دغه ګډه اعلاميه، د دواړو هېوادونو ترمینځ له څو ورځو تفصیلي خبرو اترو وروسته، د مارچ په لسمه نېټه، د چين په پلازمېنه بېجينګ کې، د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي او د هغه د سعودي سيال ترمنځ لاسلیک شوه.

د دوه اړخيزو ناستو په پایله کې، سعودي عربستان او ایران موافقه کړې، چې دوی به يو ځل بيا ډیپلوماتیکي اړیکې پیلوي او په دوو میاشتو کې به خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته پرانیزي.

ایران د ملي امنیت د شورا د منشي «علي شمخاني» او د سعودي عربستان د وزیرانو شورا غړي او د هغه هېواد ملي امنیت سلاکار (مساعد بن محمد العیبان) ترمنځ، د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا رغولو په اړه خبرې اترې، د دوشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي کمیټې د غړي (وانګ يي) په منځګړيتوب بيل شوی وي، چې نن جمعه (مارچ ۱۰مه) پای ته ورسېدی.

د سعودي عربستان او ایران په ګډه اعلامیه کې راغلي: «دواړه هېوادونه د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او حاکمیت ته په درناوي ټینګار کوي. دوی په ۲۰۰۱ کال کې، د امنیتي همکاریو د لاسلیک شوي تړون او په ۱۹۹۸ کال کې د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې، تخنیکي، علمي، فرهنګي، سپورت او د ځوانانو په برخه کې، د همکاریو د عمومي هوکړه لیک، د تطبیق په اړه موافقه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې، په عراق او عمان کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیارغولو په هکله خبرې شوې وې، خو بې پايلې پای ته رسېدلې وې.

ظاهر څراغ

Back to top button