څرک| له ادب تر سوپ خرڅونې

شاوخوا يو نيم دوه کاله وړاندې يو ماښام له ملگرو سره په کارته سخي کې روان وم. ناڅاپه يې يوې گاډۍ ته ودرولم. د گاډۍ شاته ولاړ هزاره ځوان ښايسته پښتو ويله او خبرې یې داسې نه وې لکه نالوستی چې وي. چې و مو لېدل، د خپلې وړې دکانچې پر چت او دیوالونو يې د خپلې ماسټرۍ او ليسانس اسناد لگولي دي. هلک په هند کې اقتصاد لوستی او هماغلته يې ماسټري هم کړې وه.

موږ ته چې حیرانوونکې وه، په تعجب مو ترې وپوښتل چې ولې؟

هغه په خندا او ډېر په سړه سينه وويل: هيڅ خبره نه ده، ما زده کړې د خپل شوق او مينې له مخې کړې دي. ارمان مې و، چې خپل يو وړوکی کار پيل او بريالی کړم. اړينه نه ده، چې د زده کړو والاوو ته دې خامخا دولتونه دندې ورکوي. زده کړې کول زما مسوليت و، خو که دنده نه پيدا کېده، نو زده کړې بايد د دې سبب نه شي، چې ما دومره وپړسوي، چې په کار و کسب وشرمېږم.

هغه ماښام ډېر خوښ وم، د ځوان خبرو مې تر ناوخته په زړه او روح کې انگازې کولې. ويل مې کاش زموږ ټول ولس د شعور داسې مرحلې ته ورسېږي، چې د مهارتونو او پوهې حصول خپل مسئوليت وگڼي او په کسب و کار و نه شرمېږي.

له بده مرغه زموږ د فرهنگ يوه نيمگړتيا دا هم ده، چې کار و کسب په کې کټگورايز شوي دي. ځينې کارونه د شریفو خلکو دي او ځينې کارونه درانه خلک نه کوي. د پښتنو متلونه او عاميانه ادبيات د کسب و کار په اړه د هغوی د ذهنيت ډېره ښه نمايندگي کوي. پښتانه زياتره لاسي مهارتونه سپک گڼي او که کار کوي، نو بايد خامخا لږ تر لږه د رياست مقام خو وي.

حيات الله څرک زموږ د ادبي بنډارونو ملگری و؛ شاعري يې کوله او په غونډو کې به یې په ټول اخلاص خدمت کاوه. وروسته فکر کوم په راډيوگانو کې بوخت شو او ادبي پروگرامونه يې چلول، خو اوس په کندهار کې خپل وړوکی کار و بار لري. دی د نورو غوندې پر خپل کار و بار نه شرمېږي او په فسبوک کې هره ورځ د خپل واړه کار و بار تصويرونه خپروي. ما گڼ داسې ځوانان ليدلي چې ممکن د څرک لسمه برخه مهارت هم و نه لري، خو تمه یې وي، چې بايد خلک یې په اوږو وگرځوي او که کار کوي، نو خامخا بايد د ده له حيثيت (؟) سره برابر وي. د بد فرهنگ د اصلاح خبرې ډېرې اسانې دي او ډېر خلک يې کوي، خو عملاً د بدو ټولنيزو دودونو په وړاندې درېدل فکري قوت او همت غواړي.

د پاچاخان په اړه مشهوره ده، چې د کسب و کار د تلقینولو لپاره به یې په پاچاخان څلورلاري کې پخپله هم کار کاوه.

د څرک ټول پوسټونه لولم، په زړه کې د ده پر همت آفرين وايم او تر گڼو هغو ځوانانو يې زما زړه ته ډېره لاره کړې ده، چې لاس غځولای شي خو پولۍ کولای یې نه شي. د شاعر خبره ده چې:

لاس دې له تڼاکو نه خالي دی له خبرو ډک

خرڅې دې هوښیار شې مرغلرې په کونجکو دي

هيله ده، چې ټولنه په اقتصادي لحاظ داسې مرحلې ته ورسېږي، چې ټول ځوانان په خپلو مسلکي برخو کې بوخت شي او په شعوري لحاظ داسې ځای ته ورسېږي، چې کسب و کار ويار نه بلکې وياړ وي.

څرک ته مې دې سلام او درنښت ورسېږي. که يې وگورم لاسونه به یې ښکل کړم‌.

ډاکټر احسان الله درمل

Back to top button