د سمرقند ناسته؛ افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو غوښتنه شوې

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان په تړاو د ازبکستان سمرقند د ناستې ګډونوالو د نړۍوالې ټولنې پر غوښتنو، نشه یي توکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

د سمرقند ښار د افغانستان په هکله د سیمې او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې کوربتوب کاوه.

له دې غونډې وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سمرقند په غونډه کې د کوربه هېواد، چین، ایران، ‌پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

سرچینې ویلي، ګډونوالو هېوادونو د افغانستان پر روان وضعیت او له موجوده حاکمانو څخه د نړۍوالۍ ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د ټول شمول حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او زده کړو د فرصتونو برابرول او د اقلیتونو د حقونو ضمانت کول» په کې شامل دي، بحثونه شوي دي.

 په یاده غونډه کې د نړۍوال تروریزم، د نشه یي توکو د کښت او مبارزېې په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لا قوي‌ اقداماتو پر ارزښت هم بحثونه او خبرې شوي.

ظاهر څراغ

Back to top button