د سالنګونو لویه لاره د سختو ورښتونو له امله ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده
پنجره ورځپاڼه: د هېواد رسنیو د راپورونو له مخې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې سخت توپانونه دي او واوره وریږي، چې له امله يې دغه لویه لاره د بار وړونکو موټرونو پر مخ تړل شوې ده.
بلخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د سالنګونو د ساتنې اداره هم ويلي، چې دغه لاره له ټرافيکي پېښو او تلفاتو د مخنیوي په موخه تړل شوې او تر دویمې اطلاع پورې به د بار وړونکو موټرونو تګ راتګ منع وي، خو سرچینې زياته کړې، چې مسافر وړونکي موټرونه د ژمنیو توکو په درلودلو سره کولی شي په دې لار تګ راتګ وکړي.
سالنګونه د هېواد مهمه مواصلاتي لاره ده چې شمالي ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي، خو د ژمي په موسم کې وخت ناوخت د ورښتونو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.