Trending

د سالنګونو لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د سالنګونو لويې لارې د ساتنې او څارنې رياست مسوولينو ويلي، چې دغه لويه لاره يې د سختې واورې او توپان له امله د هر ډول تګ څ پر مخ تړل شوې ده.

د دغې ادارې مطبوعاتي مسئول صميم ولي زاده په يوه ټويټ کې ويلي، چې د واورې د ورښت او توپان له امله او د مسافرو خونديتوب په موخه يې دغه لویه لاره تړلې ده.

د يادونې ده، چې هر کال د ژمي په فصل کې د سالنګونو لویه لار د زياتو ورښتونو له امله مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کوي او وخت ناوخت په کې ټرافيکي پېښې هم رامېنځته کېږي.

Back to top button