ترکيه: ممکن پوتين او زلنسکي نږدې وخت کې سره وګوري

ترکيه وايي، ممکن د اوکراین او روسیې ولسمشران سره په نږدې وخت کې ليدنه وکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو نن د دغه هېواد يوې ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي، چې د اوکراین او روسیې پلاوو ترمنځ ابتدايي مذاکرات روان دي او په خبره يې، چې ممکن د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ په ډېر نږدې وخت کې ليدنه وشي. نوموړی زياتوي، چې په دې کار کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین رضايت مهم دی.

اوغلو ويلي په اوکراين کې د روسي عسکرو له لوري د ملکي وګړو د وژلو ادعاوو په استانبول کې د مسکو او کییف د مرکچيانو پر مذاکراتو هم سيوری وغوړاوه او له دې مذاکراتو هغسې چې تمه کيده پايله ترلاسه نه شوه.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې، چې له ټولو ستونزو سره سره به په اوکراين کې اوربند ته زمينه برابره شي. هغه ټينګار کړی چې انقره دې موخې ته د رسيدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

ترکيه داسې مهال د روسیې او اوکراین ولسمشرانو د ليدو وړاندوينه کوي، چې هلته پر اوکراين لا هم د روسیې شديد بريدونه دوام لري.

Back to top button