روسيې پر اوکراین تازه بریدونه کړي

پنجره ورځپاڼه: يو شمېر بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې روسيې تېره شپه پر اوکراین تازه توغنديز بريدونه کړي او له امله يې د‌ کيف پر شمول څو نورو سترو ښارونو کې د اوبو رسولو شبکې نړیدلي.

رسنۍ وايي، چې په اوکراین کې برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې او د تودوخې درجه د سانتیګراد په کچه صفر څخه ښکته شوې ده.

له دې سره جوخت د اوکراین ښاروال ویلي چې د میټرو ترانسپورټي سيستم هم کار دا مهال له کاره لویدلی، ترڅو د ښار اوسېدونکو ته د ژغورنې لپاره په تم ځایونو کې پناه ورکړي. د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف، چې له روسیې سره پولې ته نږدې دی، هم د برېښنا له نشتوالي سره مخ دی.

Back to top button