روسيه او چين: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا عمومي غونډه کې روسیې او چین يو ځل بيا له امريکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي. 

د امنيت شورا جوړه شوې غونډه کې د روسیې استازي ويلي، چې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ازادېدو لپاره تر دې دمه د امريکا له لوري ګټور ګام نه دی پورته شوی.

همداراز د په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي مرستيال هم ويلي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې بايد ازادې شي.

د چين د استازي په وينا، امريکا دې دا پيسې ازادې او د افغانانو او پر بيارغونې او اقتصاد دې ولګول شي.

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدو د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. تر دې مخکې د امریکا مالیې وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ په سویس کې د ساتنې یو صندوق جوړ کړی او د افغانستان درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالر یې ور لېږدولي دي.

Back to top button