آر‌اېس‌اېف: ملګري ملتونه دې د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو لپاره هڅې وکړي

پنجره ورځپاڼه: آر اېس اېف (RSF) يا د بې پولې خبريالانو سازمان وايي، چې د طالبانو له لوري د افغان الاصله فرانسوي خبريال مرتضی بهبودي د نيول کېدو موضوع يې په رسمي ډول د ملګرو ملتونو دوو ځانګړو راپور ورکونکو ته سپارلې او له هغوی يې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې يې راخوشې کړي.

د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې، بهبودي د روان کال د جنورۍ مياشتې په اوومه د طالبانو له لوري نيول شوی، چې اوس يې د نيول کېدو څه باندې ۵۰ ورځې پوره شوې.

دغه سازمان په خپله خپره شوې اعلاميه کې ويلي، چې د فبروري پر ۲۴مه چې کله د عقيدې او بيان د ازادۍ د حق په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ايرنه خان او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بېنټ ته شکايت ولېږل شو، له دوی څخه غوښتنه وشوه چې د طالبانو له زندانه د مرتضی بهبودي د ازادېدو لپاره دې هر شونی کار وکړي.

د آر اېس اېف سازمان د مرستو او ملاتړ مدير آنتوان برنارد ويلي: «ورځپاڼه ليکونکی مرتضی بهبودي له تېرو ۵۰ ورځو راهيسې نيول شوی دی او دا ۵۰ ورځې زيات وخت دی. له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې له طالبانو څخه د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو لپاره دې زموږ د غوښتنې ملاتړ وکړي. دی د ټولو رسنيزو همکارانو د احترام وړ خبريال دی بايد ژر تر ژره خوشې شي.»

بلخوا طالبانو بيا د بهبودي د نيول کېدو په تړاو څه نه دي ويلي او نه يې هم د ده وضعيت په هکله کومې څرګندونې کړي دي.

بهبودي هغه افغان خبريال دی، چې د افغانستان سربېره د فرانسې تابعيت هم لري. نوموړی د روان کال جنورۍ پر ۵ مه د راپور چمتو کولو په موخه افغانستان ته راغی او تر خپل راتګ ۴۸ ساعته وروسته چې غوښتل يې خپل رسنيز اعتبار تر لاسه کړي، د طالبانو له لوري ونيول شو.

د بې پولې خبريالانو سازمان په خبره، تر يوې مياشتې زيات وخت کېږي چې هغه د کابل په يوه زندان کې ساتل کېږي او ويل کېږي چې په جاسوسۍ تورن شوی دی.

ياد سازمان همداراز ويلي، چې د بهبودي نيول کېدل د طالبانو له لوري پر ورځپاڼه ليکونکو د زياتېدونکې انديښمنوونکې شکنجې او د هغو د ازارولو يوه ښکاره بله بېلګه ده.

د آر اېس اېف په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې له بهبودي سره دوه نور افغان خبريالان هم د طالبانو په زندان کې بنديان دي او د خلاصون غوښتنه یې کړې.

ظاهر څراغ

Back to top button