راس وېلسن: طالبان ولسي ملاتړ نه لري

افغانستان کې د امريکا پخواني شارژدافير وايي، طالبان داسې ولسي ملاتړ نه لري، چې د ستونزو پرمهال پرې تکيه وکړي. 

په افغانستان کې د امريکا پخواني شارژدافير راس وېلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې طالبان داسې ولسي ملاتړ نه لري، څو دوی د هېواد په کچه د ستونزو پرمهال پرې تکيه وکړي.

هغه له سکای نيوز سره په مرکه کې ويلي، طالبان د ډېريو افغانانو د غوښتنې خلاف واک ته رسېدلي او کوم خاص ولسي ملاتړ نه لري.

نوموړی وايي، دوی په ستونزمنه او دوامداره توګه جګړه وکړه، چې هېڅ چا ورته چمتووالی نه درلود او له همدې امله افغانستان اوس له ستونزو سره مخ دی.

دغه امريکايي ډيپلومات چې د جمهوريت پرځېدو پرمهال يې کابل کې د امريکا متحده ايالتونو د سفارت مسؤليت په غاړه لره، زياته کړې يې ده، چې د جمهوریت بېړني پرځېدو خپله طالبان هم حيران کړي ؤ.

د نوموړي په وينا، طالب مشرانو امريکايانو ته ډاډ ورکړی ؤ چې جنګيالي به يې کابل ته نه ننوځي، خو داسې ونه شول.

وېلسن د خپلو خبرو په دوام ويلي، دی فکر کوي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره ميليونونه روزل شوي کسان موجود دي.

افغانستان کې د امريکا پخوانی شارژدافير راس وېلسن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ موده يو کال ته په نږدې کېدو ده او هېواد د جدي اقتصادي ناورين ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دی.

Back to top button