روبين اوتاپا له هر ډول کرېکټ څخه تقاعد اعلان کړ

هندي رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد تجربه لرونکي کرېکټر روبين اوتاپا له هر ډول کرکېټ څخه په توګه رسمي خپله استعفاء اعلان کړه. 

په ورته وخت کې هغه په خپل ټوېټر ليکلي، دا زما لپاره لوی وياړ و، چې په نړۍواله کچه مې د خپل هېواد استازولي وکړه، خو پرېکړه مې کړې چې  له هر ډول کرېکټ سره مخه ښه اعلان کړم.

اوتاپا ۳۶ کاله عمر لري او د هندوستان لپاره یې ۴۶ پنځوس اوريزې او ۱۳ شل اوريزې نړۍوالې سيالۍ کړي، وروستۍ يې د خپل هېواد په استازولۍ په ۲۰۱۵ کال کې د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

دغه بريدګر هندي توپ وهونکي د خپل هېواد د کرېکټ غوره ليګ ای پي ال په ۲۰۵ سياليو کې د بېلابېلو لکه چينا سوپر کېنګ، بنګلور او نورو لوبډلو سره هم لوبدلی دی.

زيات شمېر هندي کرېکټرانو په ټولنیزو رسنيو کې د روبين اوتاپا پر استعفاء خواشيني ښودلې او ويلي دي، چې هغه د خپل هېواد يو غوره کرېکټر و او اوس يې وخت نه و، چې نوموړی استعفاء وکړي.

Back to top button