ننګرهار کې‌ د سړک جوړونې پيل شوې

د طالب سرپرست حکومت د ننګرهار مسؤلين وايي، چې د دغه ولايت د درې کيلومتره سړک جوړونې چارې پيل شوې.

د طالب سرپرست د ننګرهار ولايت ټولګټو چارو رياست له لوري د لعلپورې ولسوالۍ ريناو پارچاو سیمې درې کيلومتره سړک په خام ډول د جوړونې چارې پیل شوې، چې په جوړېدو سره به يې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنيو ته د تګ راتګ زمينه برابره شي.

په ننګرهار ولایت کې د دغه سړک د جوړونې چارې داسې مهال پيلېږي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د سړکونو او نورې ګنې پروژې د اقتصادي ستونزو له کبله په پټه ولاړې دي.

Back to top button