رينا امیري د ترکیې ولسمشر اردوغان لور سره ليدنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په يو ټويټ کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د لیدنو په لړ کې  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لور سُمیه اردوغان بیرقدار سره ليدنه کړې ده.

مېرمن امیري ويلي، په دې لیدنه کې د ولسمشر اردوغان لور د افغان نجونو پر زده‌کړو  ټینگار کړی.

هغې ليکلي، سُمیه ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو د ملاټر لپاره باید کلک دریځ اختیار او د مسلمانو هېوادونو د بېلابېلو ښځینه سازمانونو له لوري د هغوی د اساسي حقونو ملاتړ وشي. د رجب طیب اردوغان لور سُمیه اردوغان بیرقدار د ترکیې له با نفوذه ښځينه شخصیتونو څخه شمېرل کېږي.

د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا امیري دا ليدنې داسې مهال کوي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په دوو جلا مکتوبونو کې د ښځو په لوړو زده کړو او غيردولتي مؤسسو کې يې د دوی پر دندو بندیز ولګاوه.

Back to top button