رينا امیري: د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره مې وکتل

پنجره ورځپاڼه: رينا امیري وايي، چې د‌ ګڼو هېوادونو چارواکو او استازو په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو په خلاصولو او د زده کړو په اړتياوو همغږي ښودلې.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله ټویټر پاڼه د يو تازه پیغام په خپرولو سره ويلي، چې د یو شمېر هېوادونو چارواکو او استازو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر اړتیا همغږي ښودلې ده.

هغې ویلي، چې په دې وروستیو کې یې د اسلامي هېوادونو لکه اندونیزیا، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، تونس، پاکستان او د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدلي او د افغان نجونو زده کړو په تړاو يې ورسره بحثونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له يو کال زيات وخت وشو، چې په د طالبانو بيا ځلې راتګ سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې دي او دوی يې د بېرته خلاصولو لپاره هیڅ لیوالتیا نه لري.

Back to top button