رينا اميري: پر ښځو د بنديزونو په سبب به طالبان له نړۍوالو نور هم لرې شي

پنجره ورځپاڼه: د افغان ښځو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیری وایي، پر افغان ښځو د بنديزونو په لګولو سره به طالبان له نړۍوالې ټولنې لا ډېر په فاصله کې شي. د افغان ښځو په برخه کې د امريکا دې ځانګړې استازې دغه څرګندونې نن په خپله ټویټر پاڼه کې کړې دي.

مېرمن امیري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه ټویټ بیا خپور کړی، چې د افغان ښځو پر وړاندې يې د طالبانو نوي بندیزونه غندلي او ویلي یې دي: «پیغام روښانه دی: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د هر ډول محدودیتونو په لګولو او پخوانیو سیاستونو ته په ستنېدو سره به طالبان نور هم د ۱۹۹۰ کلونو په څېر له نړیوالې ټولنې لیرې شي.»

د طالبانو له لوري د لوړو زده‌کړو په خصوصي مؤسسو کې د ښځینه محصلینو د کانکور پر ازموینې د بندیز پرېکړې د خلکو توند غبرګونونه راوپارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button