رينا اميري: پر خبریالانو او رسنیو بريدونه هغوی کوي چې له حساب ورکولو بېرېږي

پنجره ورځپاڼه: د افغان ښځو لپاره د بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په مزارشریف کې پر تبیان فرهنګي مرکز د بريد له قربانیانو او د کورنیو له غړیو سره خواخوږي ښودلې ده. مېرمن امیري ویلي، پر خبریالانو او رسنیو بريدونه هغوی کوي چې له حساب ورکولو بېرېږي.

هغې تېره ورځ په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، خبریالان د ښې حکومتولۍ د پراختیا لپاره خپل ژوند په خطرکې اچوي، باید د هغوی دفاع او کلک ملاتړ وشي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې په داعش پورې تړلي اعماق ویبپاڼه کې پرون یکشنبې دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې، د شیعه ګانو پر فرهنګي مرکز دغه برید یې په یوه بکس کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله ترسره کړی دی.

بلخوا د طالبانو چارواکو ویلي، چې پر دې مرکز په برید کې یو تن وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته تنه نور ټپیان شوي دي؛ خو د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه د وژل شویو کسانو شمېر درې تنه او د ټپیانو ۱۶ تنه ښیي.

په مزارشریف کې د تبیان پر فرهنګي مرکز دغه برید داسې مهال وشو چې، یو شمېر خبریالانو ته د ستاینلیکونو مراسم ترسره کېدل.

داعش ترهګره ډله د دې برید مسولیت دوه ورځې وروسته له هغې مني چې د پنجشنبې په ورځ یې د بلخ لپاره د طالبانو د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژلو مسولیت هم په غاړه منلی و.

ظاهر څراغ

Back to top button