ريچارډ بنټ د افغان ښځو او نجونو په هکله انديښنه څرګنده کړې

پنجره ورځپاڼه: کابل لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ځانګړې راپور ورکونکي ريچارډ بنټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له جولای مياشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.

هغه لومړی راپور د ۲۰۲۲ د جولای څخه مخکې میاشتو کې د بشري حقونو حالت په هکله او د دویم راپور يې د همدې کال تېره ورځ د کب ۱۲مه خپور شوی دی.

د نوموړي په راپور کې راغلي چې د تېر ۲۰۲۲ د جولای او ډسمبر میاشتو ترمنځ د بشري حقونو سرغړونې د پخوا په پرتله زیاتې شوې او په افغانستان کې ښځې او نجونې له حقونو څخه په سیستماتیک ډول بې‌برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ویلي، چې ښځې او نجونې له دوامدار تاوتریخوالي سره مخ دي او د هغوی د خوندیتوب کچه بيخي ټیټه شوې ده. نوموړي همداراز ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو روحي او رواني حالت زښت زيات زیانمن شوی او ځینو یې ځانوژنې هم کړې دي.

خو د دغه راپور له مخې، له سقوط وروسته په افغان رسنیو کې د ۲۸۰ ښځو او ماشومانو غیر معمولي مرګ‌ژوبله نه ده ثبت شوې او د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰مې څخه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې پر ملکي وګړو ۲۲ بریدونه شوي دي.

د یادولو ده، طالبانو د ۲۰۲۲ د نوامبر له ۱۸ څخه د ۲۰۲۳ د جنورۍ تر ۱۵مې نیټې پورې د ماشومانو په ګډون تر ۱۸۰ زيات کسان په دورو وهلي دي، چې په بهر کې هم د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا غندل شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button