ریچارډ بنټ طالبانو ته: اجازه ورکړئ، چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو له خوا په هېواد کې د نجونو پر مخ پوهنتونونو بندېدو د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ ویلي، چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومولو مانا ورکوي.

دغه راز ریچارډ بنټ تېره ورځ  په یوه ټویټ پيغام کې له  طالبانو غوښتي دي، چې پر خپلې دې پرېکړې بیا غور او کتنه وکړي. هغه ليکلي، اجازه ورکړئ، چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تازه طالبانو په یوه خپور کړي مکتوب کې د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې ځنډولي دي.

د طالبانو د‌ لوړو زده کړو وزارت په دې  مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې، چې د نجونو زده‌کړې وځنډوي. په مکتوب کې لیکل شوي چې د نجونو د لوړو زده‌کړو پرېکړه د طالبانو د کابینې په ناسته کې شوې ده

Back to top button