ريچارډ بينيټ: ښځو د حقونو پوهاوی يې د کار لومړيتوب دی

ريچارډ بينيټ وايي د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی يې د کارونو لومړيتوب دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکونکی ريچارډ بينيټ په يو تازه ټويټ پيغام کې ويلي، چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی يې د کارونو لومړيتوب دی.

هغه همداراز په خپله ټویټر پاڼه خبر ور کړی، چې د بلجيم د بهرنۍ کمېټې له استازو سره يې يوه ناسته کړې.

نوموړي ويلي، چې له دغې ناستې څخه يې موخه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د حقونو د پوهاوي کچې لوړول و.

د يادونې ده، ريچارډ بينيټ پرون دا هم ويلي، چې طالبان په افغانستان کې د نجونو زدکوونکو د برخليک په تړاو هېڅ څرګنده ځواب نه لري.

Back to top button