ريچارډ بېنټ: افغانان داسې احساس کوي، چې نړۍوالو هېر کړي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ ويلي، چې د نړۍوالو مسؤلیت دی، څو افغانستان خلکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه د بشري حقونو وضعیت په تړاو افغانستان ته د خپل ۱۲ ورځني سفر راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړی او ويلي يې دي، دا باید هېر نه شي، چې افغانان یو ځل بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي.

نوموړي له دې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې داسې احساس کوي، چې هېرې شوي او نړیوال تر دوی اوکراین او نورې نړۍ ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

دغه راز نوموړي له ملګرو ملتونو سازمان سره افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړلي پاتې کېدو په اړه هم انديښنه شريکه کړې او ويلي دي، ۴ سوه ورځې وشوې، چې په دغه هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندې دي.

بېنټ افغانستان کې د بشري حقونو په هکله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې قومي لږکي او رسنۍ په پراخه توګه تر فشار لاندې دي. هغه د خپل چمتو شوي راپور له مخې ويلي، چې افغانستان کې لږکي له توپیري چلند او مستقیمو بریدونو سره مخ دي.

Back to top button