جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د امریکا د وتلو معلومات غوښتي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا په استازو جرګه کې د څار کمېټې، چې اکثره غړي يې جمهوري غوښتونکي دي، په يوه لیک کې د بایډن دولت له یو شمېر چارواکو څخه له افغانستان څخه د ناسم وتلو په هکله د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

د سي ان ان په يوه راپور کې راغلي، چې دا لیک د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن، دفاع وزیر لویډ استین، د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک میلي، د کورني امنیت وزیر مایورکاس، د ملي امنیت د سلاکار جک سالیوان او د امریکا د نړیوالې پراختیا آژانس د مدیر سامانتا پاور په ګډون یو شمېر چارواکو په نوم لېږل شوی دی.

 د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې مشر جیمز کومر په دې لیک کې ویلي چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه د وتلو لپاره چمتووالی نه لرلو او پرېکړې یې په انساني او امنیتي غمېزې بدلې شوې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button