لوګر کې له سېلاوځپلو سره مرسته وشوه

لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له 400 سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.

تېره ورځ د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولايت خوښۍ ولسوالۍ په دوبندي، برتنګي، اخندخېلو، اسلام دره، ابتک، میانه ده تلخاني، سادات ،محمدیار او باغیارک کلي کې له سېلاوځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد سرې میاشتې او نړۍوال فدراسیون له لوري شوې وه د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي مسوولینو، د ترکيې سرې مياشتې مسوولینو او نړسوال فدراسیون استازې ښاغلې محميادې څانګې په شتون کې ووېشل شوه.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته 100 کیلو اوړه، 24.5 کیلو وریجې، 10 ليټره غوړي، 8 کیلو لوبیا،1 کیلو شین چای، 5 کيلو بوره، 2 کیلو مالګه او یو پاکټ بسکویت BP_5 چی ټول 8 قلمه خوراکي توکي کېږي شامل وو.

تېره میاشت د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې سختو سېلاوونو شاوخوا درې زره کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي وو، چې تر دې مهاله ورسره د بېلابېلو مرستندویه ادارو له لوري مرسته شوې ده خو یاد سېلاوځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري.

Back to top button