برېټانیا ته د سمندر له لارې تازه رسیدلي کډوال

د کډوال نیوز د راپور له قوله دغه کډوال چې د انګلیس چینل له لارې يي په غیرقانوني توګه برېټانیا ته د اوښتو هڅه کوله؛ په دوور بندر کې د برېټانیا پولیسو له لوري تر ژغورلو وروسته د سمندر غاړې ته وړل شوي دي.

سرچینه زیاته وي، چې له فرانسې څخه برېټانې ته پر دغه سمندري لار د افغانانو په ګډون د یو شمېر نورو کډوالو د اوښتو کچه په بې سارې ډول لوړه شوې ده.

برېټانوي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې تطرکال په دې لاره ۸۶۰۰ تنه کډوال چې غوښتل يې په ناقانونه توګه برېټانیا ته ځانونه ورسوي، له سمندر څخه ژغورل شوي دي.

واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان هڅه کوي چې په قانوني او غیر قانوني توکه بهرنیو هېوادونو ته ځان ورسوي.

Back to top button