رینا امیري: طالب چارواکو نجونې له کار او زده کړو محرومې کړې دي

د افغانو ښځو لپاره د متحده امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې طالب چارواکو د افغانستان نجونې او مېرمنې له کار او زده کړو محرومې کړې دي.

هغې دا څرګندونې د اسلامي هېوادونو له یو شېر سفیرانو سره په لیدنه کې کړي دي، او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې له اسلامي هېوادونو سره د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو څخه د دفاع هوکړه شوې ده.

مېرمن امیري زیاتوي، چې هوکړه شوې چې اسلامي نړۍ په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.
د طالب سرپرست حکومت سیاستوال مېرمنو او نجونو ته د زده کړو او کار حق نه ورکوي، خو د نړۍ په هېڅ کوم اسلامي هېواد کې داسې نه دي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو د رسېدو شاوخوا اته میاشتې پوره کېږي خو لا هم ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

Back to top button