سور صلیب:د افغانستان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی

سور صلیب کمیټه وايي، په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت خراب لوري ته روان او د اندیښنې وړ دی.

د سور صلیب نړۍوالې کمېټې افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت له یو کلن کېدو سره جوخت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت خراب لوري ته روان او دا حالت ډېر د اندېښنې وړ دی.

دغه کمېټه وايي، چې که چېرې دا وضعیت همداسې دوام وکړي او نړۍواله ټولنه له افغان ولس سره خپلو مرستو کې زياتوالی رانه ولي، نو په افغانستان کې به يو ستر بشري ناورین رامنځته شي، چې کابو کول به يې ډېر سخت وي.

د سور صلیب نړۍوالې کمېټې همداراز ویلي، چې هېڅوک دې د افغانستان خلک د سیاسي وضعیت د بیې پرې کولو جبران ته نه اړ کوي، بلکې له دوی سره دې دېرې مرستې وشي او په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی په کار دی.

Back to top button