سور صليب: افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي

د سور صلیب نړۍواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د روان بشري ناورین ختمولو لپاره نړۍوالې ټولنې ته په کار ده، چې پراخ چمتوالی ونیسي.

په افغانستان کې د سور صلیب نړۍوالې کمېټې يو لوړپوړي مسؤل کس په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې په افغانستان کې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او دوی د نړۍوالو پراخو مرستو ته اړتيا لري.

هغه ليکي، چې افغانان د يو وخت ډوډۍ پورې حيران دي او د خپل بېګا دسترخوان ته د ډوډۍ وړلو لپاره مجبور دي، څو د خپل کور توکي وپلوري‌.

دغه راز د سور صلیب مسؤل ويلي، چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی او که مخنیوی يې ونه شي، نو ښايي د ډېرو کسانو ژوند واخلي.

هغه همداراز ويلي، چې په افغانستان د روان بشري ناورین مخه په لنډمهاله مرستو نه نیول کېږي او ختمول یې د نړۍوالې ټولنې سترو او پراخو مرستو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام هم ويلي و، چې په افغانستان کې بشري ناورين د پراخېدو په لور روان دی، دوی په افغانستان کې د خوړو له کموالي سره مخ دي او اړتيا ده، څو نړۍواله ټولنه يې لاسنيوی وکړي.

Back to top button