د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي تازه څرګندونې

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوتريش په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، طالبانو ته په کار ده، چې له نړۍوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه دا څرګندونې د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو او نړۍوالې سولې او امنیت ته خپل وړاندې شوي راپور کې کړي دي.

نوموړي همداراز د افغانستان د بشري حقونو اوسني وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې، طالبان باید د بې عدالتي، تبعیض، نابرابرۍ او د جزا بخښنې په برخو کې په خپلو ژمنو عملي وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش له طالبانو غوښتي چې نجونو ته په ټولو برخو کې د زده کړو اجازه ورکړي او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو او د حجاب په برخه کې پر خپلو اقداماتو بیا غور وکړي.

Back to top button