په کابل کې د ايران سفارت تازه څرګندونې

په کابل کې د ايران سفارت وايي، چې د افغانستان او ايران د اړيکو خرابولو لپاره فتنې او دسيسې پيل شوې دي.

په کابل کې د ايران سفارت تازه په يو ټويټ پيغام کې ويلي، چې د افغانستان او ايران د تاريخي اړيکو د خرابولو لپاره دسيسې پيل شوې دي.

دغه سفارت زياتوي، په ټولنیزو رسنيو کې د افغان مهاجرينو په تړاو کومې ويډيوګانې چې خپرې شوي، ټولې جعلي او پلان شوې دي.

بلخوا بيا په ايران کې يو شمېر افغان کډوال هم د ايرانيانو له خوا د ناوړه چلند شکايت کوي او وايي، چې د دوی بې عزتي کېږي، په ازاد ډول تګ راتګ نه شي کولای‌ او سپکې سپورې ورته ويل کېږي.

د څو ورځو را په دېخوا په ټولنيزو رسنيو کې د داسې ويډيوګانې ښکته پورته کېږي، چې په ايران کې له افغان مهاجرينو سره ډېر ناوړه چلند روان دی‌‌.

ويډيوګانو کې ښکاري، چې په يو افغان ماشوم جنسي تېری شوی او ګڼ شمېر نور مهاجرین بنديان شوي او په ډېر بې رحمه ډول وهل کېږي؛ خو په کابل کې د ايران سفارت بيا دا هرڅه دسيسې او فتنې بولي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو‌ شمېر افغانان بيا په ایران کې د ایراني عسکرو او عامو خلکو له لوري افغان کډوالو سره ناوړه چلن غير انساني بولي او سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.

تر دې وړاندې د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي وو، چې له افغان مهاجرينو سره د ايراني عسکرو او عامه خلکو د ناوړه چلند په تړاو یې په کابل کې ايراني ديپلوماتان احضار کړي دي.

Back to top button