راشد خان په پکتیکا کې ۲۵ کورونه جوړوي

د افغانستان د کرکېټ ټیم نوموتی لوبغاړی راشد خان په پکتیکا کې د زلزله ځپلو ۲۵ کورونه جوړوي.

د باختر دولتي اژانس د خبر معلوماتو له مخې، د کرکېټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشد خان خیریه بنسټ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د زلزلې قربانیانو ته ۲۵ ویجاړ شوي کورونه جوړوي.

د سرچینې په خبره دغه بنسټ د کورنو د جوړولو چارې نن پیل کړې.

د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې د پکتیکا په څلورو ولسوالیو او خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د رښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې له زرو ډېر کسان مړه او په سلګونو کورونه یې ویجاړ کړل.

Back to top button