راجستان رویلز سنریز حیدراباد ته ماته ورکړه

پنجره ورځپاڼه: د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن راجستان رویلز لوبډله له سنرایزر حیدراباد سره لوبع ترسره کړه، چې چې رویلز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډې جوړې کړې.

د راجستان رویلز لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر سانجو سامسون ۵۵، جاش بټلر ۵۴ او یشاسوي جېسوال هم ۵۴ منډې جوړې کړې.

د سنرایزر حیدراباد لپاره په توپ‌اچوونه کې بیا افغاني لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي په څلورو اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

سنرایز حیدراباد د راجستان رویلز لوبډلې په ځواب کې د اتو لوبغاړو په سره په ټاکل شویو شل اوورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

ظاهر څراغ

Back to top button