په هېواد کې د اورښتونو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ولايتونو کې د بارانونو اټکل کړی.

سلام وطندار د  افغانستان د سرپرست حکومت د هوا پېژندنې ادارې له قوله وايي، چې دغې ادارې نن او سبا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

ياده سرچينه وايي، چې بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، کندهار او زابل هغه ولايتونه دي چې د بارانونو اټکل په کې شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې سلام وطندار ته ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره پوري اټکل شوې ده.

Back to top button