د ملکې اليزابت د تدفين مراسم پای ته ورسېدل

لندن ښار کې د ملکې اليزابت د‌ تدفين مراسم د يو لړ دودیزو رسم او رواجونو د‌ ترسره کېدو وروسته پای ته ورسیدل. 

بريټانوي رسنۍ وايي، چې د ملکې دویمې الیزابت جسد د يو لړ ځانګړو او دوديزو مراسمو وروسته له وېسټ منسټر هال څخه وېنزر ماڼۍ ته لېږدول شوی و، چې له هغه وروسته په سېنټ جورج کليسا کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د بريټانيا ملکې اليزابت د تدفين مراسمو کې د امريکا په ګډون د نړۍ شاوخوا سلو هېوادونو مشرانو هم برخه اخيستې وه.

همداراز روسيه، بلاروس، وينزوېلا، سوريه او افغانستان هغه هېوادونه دي، چې یادو مراسمو کې ورته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

Back to top button