قطر: افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه ده

پنجره ورځپاڼه: قطر د ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍوالو همکاري مهمه ګڼلې ده. د قطر لومړي وزیر چې په دوحه کې یې د جرمني دبهرنیو چارو وزیرې سره په خبري غونډه کې خبرې کولې، په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پر درناوي او هغوی ته دزده‌کړو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

له دې ټولو سره سره طالبانو بیا له افغانستان سره د نړۍ د همکاریو په تړاو د دغه قطري چارواکي څرګندونې ستايي او زیاتوي، چې دوی هم هڅې کوي،څو په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ستونزې حل شي.

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د ناورین پر مخنیوي ټینګار کوي چې تر دې مخکې هېواد یې د طالبانو اولویدیځوالو تر منځ د منځګړي په توګه کار کړی، خو اوس ولیدل شي چې تر دې وروسته دغه هېواد د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره نور څه کولیشي.

ظاهر څراغ

Back to top button