اسلام اباد کې لاريونونه روان دي

اسلام اباد کې ګڼ شمېر افغان کډوالو د څو ورځو راهيسي لاريونونه پيل کړي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ګڼ شمېر افغان کډوالو لاريونونه پيل کړي، دوی له بهرنيو سفارتونو او مرستندويه بنسټونو غواړي، چې کارونو ته يې ژر تر ژره او پر وخت رسيدګي وشي.

لاريون کوونکي وايي، چې له څو میاشتو راهیسي دلته اسلام اباد کې پراته دي، خو څوک يې کارونو ته پاملرنه نه کوي.

د دوی په وينا، په پاکستان کې د ګڼو کډوالو د ويزو مودې پای ته رسېدلي او او بيا تمديدول يې خورا ستونزمن کار دی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره جوخت زرګونه هغه افغانان، چې  له بهرنيانو سره يې کار کړی او يا يې هم دلته ژوند له ګواښ سره مخ و، امريکا او اروپايي هېوادونو ته لاړل، خو زيات شمېر يې بيا ددې پروسې څخه پاتې شوي دي، چې اوس مهال په دريم هېواد کې امريکا او نورو هېوادونو ته د تلو په تمه پراته دي.

Back to top button