ايران کې لاريونونه دوام لري

د‌ ګاونډ ايران په ګڼو ښارونو کې د دغه هېواد د اوسني حکومت پر ضد لاريونونه دوام لري.

يو شمېر بهرنيو رسنيو راپورونه ورکړي، چې په ايران کې د اوسني رژيم پر ضد پراخ لاريونونه لا هم دوام لري.‌

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د ایران حکومت هڅه کوي، څو د لاریونونو خبرونه خپاره نه شي، خو په ټولنیزو رسنیو کې يو او بل ته لاس په لاس شویو ويډيوګانو کې ښکاري، چې عام خلک اوس هم د برحاله نظام پر ضد شعارونه ورکوي.

لاریونوال وايي، چې ايرانی حکومت د هېواد په ټولو چارو کې ګرم دی او په وینا يې، د حاکمانو د بې کفایتۍ له وجې نن د دوی هېواد له يو لوی اقتصادي بحران سره مخ دی.

هممهاله د ايران د ښوونکو ټولنې هم د خلکو له لاريونونو سره يو ځای شوې او وايي، چې ايراني حکومت دوی له پامه غورځولي دي او اړتياوو ته يې رسيدګي نه کوي.

راپورونه وايي، چې د ايران پوليسو هم ګڼ شمېر لاریونوال وهلي او نیولي دي، خو لا هم د لاریونونو په کنټرولولو نه دي بريالي شوي.

ايران کې شاوخوا درې اونۍ وشوې، چې د توکو د قيمتۍ له وجې لاریونونه روان دي، خو حکومت يې په دې هڅه کې دی، څو د دغو لاريونونو د خبري پوښښ مخه ونيسي.

Back to top button