د ایران پر ضد د لاریونونو دوام

لاریونوالو د ایران کونسلګیرۍ ته اور اچولی.

راپورونه وایي، چې ‏په هرات ولایت کې لاریونوالو په ایران کې د له افغانانو سره د غیرانساني چلند په غبرګون کې د ایران کونسلگرۍ دروازې ته اور اچولی دی.

د ایران یو خبري آژانس وایي، چې د دې پېښې ترشا د جنبش عدالت و آزادي او «تیم بانوان عدالتجو» ډلو لاس دی، او دا ډلې په لویدیځو هېوادونو پورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په خوست کې هم سلګونه ځوانانو د ایران حکومت پر ضد لاریون ترسره کړ.

خوستوالو له طالبانو څخه وغوښتل، چې د ډیپلوماټيکو لارو په ایراني حکومت فشار راوړي، ترڅو له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او غیرانساني چلند پای ته ورسوي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنيو کې یو شمېر عکسونه او ویډیوګانې خپرېږي، چې پکې د ایران پولیسو له لوري افغان کډوال وهل کېږي، او په مرموز ډول وژل کېږي، د ایران د حکومت دې کړنې په هېواد دننه او بهر غبرګونونه را پارولي دي.

Back to top button