د‌ پنجره ورځپاڼې نشراتي اصول

پنجره ورځپاڼه په افغانستان کې وروستیو شرايطو ته پام سره، داسې مهال په انلاين او چاپي بڼه فعاليت کوي، چې په کور دننه اکثره چاپي، غږيزي او تصويري رسنۍ د سياسي او اقتصادي تحولاتو له وجې سقوط سره مخ دي.

پنجره ورځ‌پاڼه، په دې باور ده چې مطبوعات او رسنۍ کولای‌شي د فرهنګي کچې پیاوړتیا او د ټولنې سیاسي شعور ودې او شګوفایې، د واقعیتونو انعکاس او د حقیقتونو ملاتړ په برخو کې مهم او ارزښتناک نقش لري.

د بیان آزادي، د مطبوعاتو آزادي او د مطبوعاتو شتون سره آزاد ګڼل کیږي چې ډیرۍ مقولې په کښې تعبیر او تفسیریدلای شي.

د آزاده مطبوعاتو او د بیان آزادی په شتون سره، وګړي د چوپیتا او د ذهن انجماد څخه خلاصون مومي او دا فرصت ترلاسه کوي تر څو د غږونه تکثر، د طرحو تکثر او د تګلارو په میدان کې تر ټولو ښه او عالی یې وټاکي.

که چیرې اړینو او ارزښتناکه موضوعاتو ته لکه، ملي مصالح، ولسواکي او بیلابیلو اندونو ته احترام وشي او په همدې توګه که چیرته مطبوعات په ځانګړي توګه ملي رادیو تلویزیون چې د ټولیزو اړیکو وسیله او مخامخ خلکو پورې اړه لري او د خلکو ویاړلي فرهنګ ښکاره او برملا کولو کې اړین رول لري، د حکومت او سلطه‌طلبه ځواکونو په ولکه نه وو، او کچیرې شعارونه، جانب دارانه تبلیغات او حتی حزبي او تنظیمي چیغې یې نه پورته کولي، زموږ ګران هیواد به په لسیزو د تاریخ دردونکو پیښې نه تجربه کولي.

د پنجره ورځ‌پاڼې نشراني اصولو په اړه، لکه څرنګه چې د پنجرې په لومړی ګڼه کې هم یادونه شوي، کولای شو چې ووایو:

۱. پنجره، آزاده او د لیکوالانو د اندونو او لیکنو د خپرولو لپاره یوه ورځ‌پاڼه ده چې د شخصي، ډلیز او قومي مصلحتونو په پرتله، د هیواد علیا مصالحو ته ارزښت ورکوي او د وګړو او ټولنو رواجونو، ژورنالیستي اخلاقو، د قلم قداست او د هیواد مطبوعاتو قانون ته احترام‌کوي.

۲. پنجره، بی‌احترامي او د خلکو په عقید، دود او دستور یرغل روا نه‌ګڼې او له هغې په کلکه ډډه کوي.

۳. پنجره، په دې باور ده چې مطبوعات هیڅکله هم یواځې د سیاسي ډلو د کاغذي سنګرونو او یا د قلمي جګړو او عقدو څرګندولو لپاره ونه‌کارول شي، او قومي، ژبني، مذهبي تفریقې او … د ملي مصالحو سره په ټکر او تضاد بولي او له هغه ایدیولوژیک بحثونو څخه به ډډه کوي چې ملي وجدان ځوروي.

۴. پنجره، د حقوق بشر نړیوال منشور موادو او موازینو ته احترام کوي او د جنسیت له مخې حقوقو او امتیازاتو ته تفاوت ورکول، مردود ګڼې او دښځې او نارینه له برابر حقوقو څخه دفاع کوي.

۵. پنجره، عدالت ته احترام او التزام، د ټولو قومونو ټولنیز شان ته د احترام په مانا بولي او دا د بې باورۍ، دښمنۍ، ناهیلي‌توب او ناخوالو لپاره چې له تیرو نابربریو سره ریښې لري، درملنه ګڼې. پنجره، یقین لري چې عدالت د ورورولۍ، شایسته‌سالاري، ولسواکي او بالاخره د سعادت او ملي وفاق لپاره یو بنسټیز عنصر ګڼل‌کیږي.

۶. پنجره، پیښو ته په ریښتنې توګه ګوري، او د هیواد وقایعو او حالاتو ته بې‌تفاوته نه‌پاتي کیږي او په هیواد کې روانې مهم سیاسي پیښې په پوره ریښتیولۍ او امانت دارۍ سره منعکس کوي او د حقایقو څرګندلو لپاره تل صادقانه هڅې کوي.

۷. پنجره، د بل‌منل، خبرې او اترې، د نورو نظریاتو ته احترام او سیاسي پلورالیزم چې په حقیقت کې د یو هیواد د سیاسي او کلتوري ویاړونو د ودې لپاره اړین ګنل کیږي، د وطن پرمختګ او د ولسواکۍ بنسټ بولي او خپل همغږي د ټولنو، بنسټونو، سازمانونو او هغه مطبوعاتو چې په خپلواکه توګه یې خپل رسالت سرته رسولی او تل یې پر قومي، ډلیز او شخصي مصلحتونو د هیواد علیا مصلحت ته ارزښت او ترجیح ورکوي، اعلام وي.

۸. پنجره، یقین لري چې جزم‌اندشي، تحجر او چوپتیا سره د مبارزي لپاره باید د عامه ذهنیت جوړونې او د ټولنې دسیاسي وړتیاوو لوړلو په موخه هڅې وکړي او په دې لړ کې باید داسې کوټلي ګامونه اوچت کړي چې ټولیز وجدان زیان ونه‌مومي.

۹. پنجره، په دې باور ده چې مطبوعات د مدنې ټولنې بنسټیز رکن جوړوي او کولای شي چې د خپلواکي، سیاسي همپالنې او د ولسواکۍ ټینګښت او ملاتړ په موخه اړین نقش ادا کړي.

۱۰. پنجره، به د هغو پوهانو او لیکوالانو خبرو او لیکنو ته انعکاس ورکوي، چې پخلاینې، خپلواکۍ، آزادی، عدالت، دوستۍ او ولسواکۍ ته ژمن وي.

Back to top button