لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي چارې

لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي چارو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د ښاروالۍ رهبري د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي په موخه يوه کمېټه ټاکلې چې وخت ناوخته د لوګر مرمز پل علم ښار اړوند او يو شمېر نورو برخو د هدايت مطابق چارې ترسره کوي.

هغوئ زیاتوي، چې دغې کمېټې د يو شمېر دولتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او همدا ډول يې پر همدې برخه کې عامه پوهاوی تر سره کړی تر څو د دولتي ځمکو له غصب څخه غصب کوونکي لاس پر سر شي.

هغوئ دغه راز زیاتوي، چې دولتي ځمکې بيت المال دي، او موږ خپله ټوله هڅه کوو چې له غصب څخه يې وژغوو

Back to top button