نن د ترکیې ولسمشریز او پارلماني انتخابات ترسره کیږي

پنجره ورځپاڼه: نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ څوکۍ او پارلمان لپاره انتخابات ترسره کېږي. پرون ورځ په دغه هېواد کې ټاکنیز کمپاینونه پای ته رسیدلي.

د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ښی اړخی ملتپال سیاستوال سنان اوغان بهد ترکیې د نن ورځې په ټاکنو کې خپل بختونه وازمويي.

رجب طیب اردوغان شل کاله په ترکیه کې سیاسي مزل کړی او اوس په دغو ټاکنو کې له سختې ازموینې سره مخ دی. په ترکیه کې به له ولسمشریزو ټاکنوسره هم‌مهاله پارلماني ټاکنې هم ترسره شي.

یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته درېدلي دي. په ترکيه کې د افغانانو د ټولنو د پلټفورم رئیس دهغو افغانانو شمېر چې د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري، نږدې سل زره تنه اعلان کړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button