د پاکستان په سترو ښارونو کې برېښنا پرې شوې

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان ډان ورځپاڼه راپور ورکوي، په دغه هېواد کې په عمومي توګه د برېښنا پرې کېدو د کراچۍ او لاهور په ګډون د نورو سترو ښارونو هم لږترلږه ۲۲۰ میلیونه نفوس اغېزمن کړی دی.

سرچينه وايي، چې دا ستونزه پرون سهار راهيسي په مسلسل ډول څو ځلې رامنځته شوې، چې تر اوسه پورې په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

بلخوا د پاکستان دانرژۍ وزارت پرون خبر ورکړی، چې د سهار په شاوخوا اوه نيمو بجو ددوی د برېښنا په مرکزي سیسټم کې کومه ستونزه پیدا شوې وه، چې له کبله یې د پاکستان په ډېرو برخو کې برېښنا پرې شوې ده.

ډان ورځپاڼه زياتوي، چې د انرژۍ وزارت ژمنه کړې وه چې د شپې تر لسو بجو پورې به دا ستونزه هواره شي، خو تر نن پورې دا ستونزه لا هماغسې ده.

د پاکستان انرژۍ وزیر خرم دستگیر ویلي چې نن سهار د سیند ایالت په کراچۍ د پنجاب او پښتونخوا په ځینو سیمو کې په جزوي ډول برېښنا فعاله شوې، خو دا چې په بشپړه توګه فعاله شي، څو ساعته به نور هم وخت ونيسي.

Back to top button